صالح: طالبان په سیاسي توګه مات شوي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو د دوحې له توافقنامې وروسته فکر کاوه چې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته به دوی د جنګ له لارې لاسته راوړنه ولري او په ډېرو ځایونو کې دوی له ولس سره په جګړه بوخت دي، مګر د تاوتریخوالي له لارې به هیڅ هم ترلاسه نه کړي.
طالبانو ۳۷ تنه نور حکومتي بندیان خوشې کړل.
د طالبانو قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي ۲۰ تنه بندیان تخار او ۱۷ تنه یې نن کندوز ولایت کې خوشې کړي.
د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې چاودنه شوې.
د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ سیمه کې په یو ویکسار موتړ پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دکابل ښار اتمه حوزه کې په فورد ډوله موټر چاودنه شوې
د کابل پوليسو ویاند، فردوس فرامرز وایي، چې نن سهار ۷ بجې د اتمې حوزې اړوند هیواد وال بلاکونو په سیمه کې یو فورد ډوله موټر د مقناطیسي ماین ښکار شوی چې ځاني زیان نه لري؛ خو موټر تخريب شوی دی.
تاجکستان افغانستان ته برښنا بنده کړه
برښنا شرکت وایي، تاجکستان د اوبو د کمښت له امله خپله وارداتي برښنا له ۳۵۰ مېګاواټو څخه ۴۰ مېګاواټو ته را کمه کړې.
شرکت زیاتوي، چې د برېښنا تر نښلولو پورې، به یوازې لومړۍ کټګورۍ له کورنیو سرچینو څخه په نوبتي ډول تامینېږي.
دحج او اوقافو پخوانی معین او د بلخ د ولایتي شورا یو غړی په یو نیم کال بند محکوم شوي
لویه څارنوالي وايي، چې د حج او اوقافو وزارت پخوانی معین او سرپرست وزیر، داعی الحق عابد او د بلخ ولایت د ولایتي شورا غړی، محمد اصف مهمند له دندې څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په تور، په یو نیم کال بند محکوم شوي دي.
هلمند کې دطالبانو د جیش المحمد ډلې مالي مسوول د خپلو ملګرو له لوري وژل شو
د هلمند د ولایتي شورا یوه وکیل مجید اخوندزاده وایی چې د پاکستاني طالبانو د جیش المحمد د ډلې مالي مسوول حمزه د پیسو د ویش پر سر دجنجال له امله وژل شوی.
دننگرهار په شېرزادو کې دماین چادونی پنځه ملکي وګړي ټپیان کړي
د ننګرهار ځايي مسوولین وایي، چې د شېرزادو ولسوالۍ په سرې کلا سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري، د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
لوګر کې شپږ تنه طالبان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وایي، لوګر کې ۶ تنه طالبان هغه مهال ووژل شول او ۸ تنه یې ټپېان شول چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود.
کابل به نن د یوې څلور اړخیزې ناستې کوربه وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد وایي چې نن به په کابل کې د افغانستان، پاکستان، چین او برما هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د کرونا ویروس پر وړاندې د ګډې مبارزې، اقتصادي پرمختګ، او سیمه ییز پيوستون په اړه خبرې وکړي.
په بامیانو کې سل د صفر انرژۍ سړې خونې پرانېستل شوې
د افغانستان د کرنې وزارت وايي ۲۰۰ نورې سړې خونې به هم دې ولایت کې پرانستل شي.
د یادونې ده چې په بامیانو کې د افغانستان په کچه تر ټولو ډېر کچالو کرل کیږي
پر بدخشان د کورنیو او بهرنیو القاعده وسله والو بریدونه په شا تمبول شوي
د بدخشان د والي ویاند وایي، د څو ورځو راهیسې د بدخشان کران و منجان ولسوالۍ د بهرنیو او کورنیو وسله والو یرغلیز بریدونه په شا تمبول شوي دي.
بلخ کې درې پولیس او دوه ملکي وګړي شهیدان شوي
د بلخ امنیتي مسوولین د دغه ولایت بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ۳ سیمه ییزو پولیسو او دوو ملکي کسانو له شهادت څخه خبر ورکوي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې د روان کال لومړۍ نیمایي کې ۳۴۵۸ تنوته مرګ ژوبله اوښتې
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړۍ نيمايي کې، افغانستان کې ۱۲۸۲ تنو ملکی وګړو خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۲۱۷۶ نور ټپيان شوي دي.